ننګرهار کې یو کس له نظامي تجهیزاتو او مهماتو سره ونیول شو.
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس له نظامي تجهیزاتو او مهماتو سره یوځای ونیول شو.
یاد کس د عامه امن ځواکونو لخوا نیول شوی، چې د خوږیاڼي ولسوالۍ د ارغچ سیمې اوسېدونکی دی.
له نیول شوي کس څخه ۵۸۷ ډزه د سپکو وسلو ګولۍ، یو کړۍ لاسي بم، پنځه عدده شاجورونه، څلور عدده د ماین پټاقۍ او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.