کابل کې د نشه يي توکو ۱۰ پلورونکي او د قاچاقبرانو دوه ډلمشران ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو دوه عمده ډلمشران له پنځو تنو پلورونکو سره د کابل ښار د لومړۍ، دویمې او اتمې ناحیو له اړوند سیمو نیولي دي.
د قاچاقبرانو دا دوه ډلمشران پداسې حال کې د پولیسو له خوا ونیول شول، چې د کابل ښار د روږدو یوه لویه برخه نشه يي توکي یې تیارول او د خپلو کسانو په وسیله یې پلورل.
په همدې حال کې، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د شپږو عملیاتو په لړ کې د نشه يي توکو اته پلورونکي او ساتونکي یې د پنځمې او اولسمې ناحیو، د پغمان ولسوالۍ او د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له اړوند سیمو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو ډېر شمېر بېلابېل ډوله نشه يي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.