غزني او بلخ کې پنځه تنه د غلا په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۱۰:۴۳
r

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د غزني ښار په اړوند سیمو کې څلور تنه د هټیو او لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو نیولي.
له یادو کسانو څخه ۲۱ سیټه موبایلونه او یو عراده لېږدوونکې واسطه هم د پولیسو لاسته ورغلې.
همداراز د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس د یو تېر رفتار موټر د غلا په تړاو نیولی.
یاد کس د دهدادي ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه له یو عراده ټکسي موټر سره نیول شوی دی.