فاریاب کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په کته کلا کلي کې د ترهګرو طالبانو پر یوې اډې عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په پایله کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر ملاعبدالرحمان په نامه ټپیان شوي دي.
د یادو وړ ده، چې د عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه تللې ده.
په دې عملیاتو کې ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.