د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جمال مېنې پېښې له کورنۍ سره ولیدل.
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د جمال مېنې د پېښې له کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه ولیدل.
د لیدنې په ترڅ کې ښاغلي محمد مسعود اندرابي د شهید شوې کورنۍ غړو ته ډاډ ورکړ، چې د شهید شویو غړو قضیه یې په جدي ډول څېړل کېږي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ راغلی.
ښاغلي اندرابي د جنايي جرمونو په کمولو کې د شایسته کدرونو د ګمارلو خبر ورکړ او ویې ویل، چې د حوزو آمرینو ته یې سپارښتنه کړې، ترڅو د خلکو لپاره د عامه امن او نظم په راوستو کې له هېڅ راز هڅو سرغړونه ونه کړي.
د یادولو وړ ده چې څه موده دمخه د کابل ښار د جمال مېنې په سیمه کې د شپې په دوه بجو څو وسله وال یوه کور ته ننوتې او د کور اوه تنه یې په ډزو وژلي.
د پولیسو موندنې ښيي چې دا پېښه د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې او تر دې مخکې یادې کورنۍ د ځمکې پرسر لانجه درلوده.