په ننګرهار کې د څه باندې ۱۷ زره نشهيي ګولیو د قاچاق په تړاو درې تنه ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري درې تنه د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار په اوومې ناحیې کې له څه باندې ۱۷ زره نشهيي ګولیو سره یوځای هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې یادې ګولۍ نامعلوم ځای ته قاچاق کړي.
نیول شوي کسان به د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.