په څلورو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۸ تنه ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۱
xvxzcv

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې، په لغمان ولایت کې ۵ تنه د غلا، د ناقانونه وسلو د لېږد او د جعلي پیسو کارولو په تړاو، په نیمروز ولایت کې یو تن له کوره د یوې ښځې د تښتونې او د سرپل ولایت په سیدآباد ولسوالۍ  کې یو تن د یوه موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.

بلخوا، د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالیو د امنیه قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د یوه غیرمسوول کس سره ۴ لاسي بمونه، ۳ د کلاشینکوف شاجورونه او ۳ مخابرې نیولي او ضبط کړې دي.

نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.