په هرات ښار کې د یوې لویې جرمي ډلې ۱۴ غړي ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۹
afasdf

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې د شرطې ځواکونو منسوبینو د هدفي امنیتي او کشفي اقداماتو په پایله کې د یوې لویې جرمي ډلې ۱۴ غړي نیولي دي.

نیول شویو کسانو د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې په وسله‌والو غلاوو، چور او چپاول، د عامه نظم او امنیت په ګډوډولو او د غلا شویو توکو په پېر او پلور کې لاس درلود.

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر، قاري نجیب‌الله علي وایي، امنیتي ځواکونه له هغو کسانو او ډلو سره قاطع چلند کوي چې د ښاریانو امنیت، عامه نظم او ارامتیا ګډوډوي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د نورو مجرمینو د پېژندلو او نیولو هڅې هم روانې دي.