په پنجشېر کې د ۵۰۰ دیني عالمانو غونډه جوړه شوه
په پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام د ملاتړ په موخه د شاوخوا ۵۰۰ دیني عالمانو په ګډون د علماوو غونډه جوړه شوه.
د پنجشېر والي حافظ محمدآغا حکیم په دې غونډه کې وویل، چې د علماوو مسئولیت خلکو ته د حقایقو رسول او د بهرنیو دسیسو او استخباراتي موخو په وړاندې د ځوانانو پوهاوی دی ترڅو ددوی په دام کې راګیر نه شي.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې دیني عالمان د اسلامي امارت پر وړاندې خپل ملاتړ اعلان او د «هېواد د دښمنانو» پر وړاندې خلکو ته ویناوې وکړي.