په بدخشان کې د ۳۱۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱
vcxvzxxvc

د بدخشان ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو دوه تنه هغه مهال له ۳۱۴ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره یوځای ونیول، چې غوښتل یې یاد توکي د تشکان ولسوالۍ له لارې نامعلوم ځای ته ولېږدوي.

نیول شوي کسان د شرطې تر څارنې لاندې دي او د اړوندو دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.