د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین کابل کې د UNODC له رئیس سره وکتل

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۳۲
adfasf

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، الحاج شیخ عبدالرحمن منیر، په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رئیس، ښاغلي پولی اوک سري، سره وکتل.

په دې لیدنه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، په ځانګړي ډول د سروې او معلوماتو راټولولو په برخو کې د دواړو لورو د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې. د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ترسره شویو مسلکي اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دغې نړیوالې پدیدې پر وړاندې اغېزمنه مبارزه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د ګډو هڅو او دوامدارې همکارۍ غوښتنه کوي. دواړو لورو د موجودې همکارۍ پر دوام او د ګډې همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره د لازمو اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.