پکتیکا کې ۶۵ شرطه ځواکونو ته لنډمهاله مسلکي سیمینار ورکړل شو
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ د حقوقو لوی مدیریت له لوري د یوسفخېلو ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ۶۵ تنو د شرطې ځواکونو ته د شرطې قانوني دندو، د فرمانونو د تطبیق، له خلکو سره د نیک چلند او حقوقي چارو په برخو کې لنډمهاله مسلکي سیمینار ورکړل شو. په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د قانوني مسؤلیتونو، نافذه قوانینو او فرمانونو د عملي کولو، له خلکو سره د سالم او مسلکي چلند او حقوقي موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې ورکړل شوې او د سیمینار په پای کې ګډونوالو ته د ګډون تصدیقپاڼې هم ووېشل شوې.