په هرات کې ۶۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ شرطې ځواکونو، ۶۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي د پلټنې پر مهال د کندهار هرات په لویه لار، په یوه موټر کې، د ادرسکن په ولسوالۍ کې کشف او ضبط کړل.
دوو تنو یاد مواد د هرات ولایت څخه کندهار ولایت ته را لېږدول چې، د موادو سره یو ځای ونیول شول.
نیول شوي کسان د شرطې ځواکونو تر څارنې لاندې دي چې د نسبتي دوسیو تر تکمیل کېدو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.