کونړ کې د ۱۰ میلونو افغانیو په ارزښت دوه پروژې؛ یوه پیل او بله بشپړه شوه
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی ریاست له مالي بودجې، د کونړ ولایت امنیې قوماندانۍ اړوند توپچي بېز کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه مسجد د جوړېدو چارې بشپړې او د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه مجهز روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې. ټاکل شوې، د روغتیايي مرکز د ودانۍ چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي، چې له فعالېدو سره به د منسوبینو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.