په کونړ کې د لرګیو د قاچاق په تړاو ۵ تنه نیول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۴:۹
asdfa

د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ د ځنګلونو د ساتنې قطعې منسوبینو د څو جلا اقداماتو په پایله کې، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د لرګیو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې ۵ تنه نیولي دي. نیول شوي کسان تر څارنې لاندې دي او د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.