په خوست کې د سرې میاشتې په نوم د مرستو راټولولو په تړاو یو تن ونیول شو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۲۸
شیبشسب

د خوست ولایت د شمل دوه مندې ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو یو کس د جعلکارۍ او د عامو خلکو د تېر ایستلو په تړاو نیولی دی. نوموړي په خپلو لومړنیو څېړنو کې منلې چې د سرې میاشتې په نوم یې له دوکاندارانو د مرستو په پلمه نغدې پیسې راټولې او په بدل کې یې د یادې ادارې د رسمي مرستو په نوم جعلي رسیدونه او پرچې ورکولې. د نیولو پر مهال هم له نوموړي یو شمېر نغدې پیسې، جعلي پرچې او د مهرونو اړوند توکي ترلاسه شوي دي.