په کونړ کې د لرګیو د قاچاق په تړاو ۹ کسان ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۴
شیبشیب

د کونړ ولایت امنیې قوماندانۍ د ځنګلونو ساتنې قطعې منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دې ولایت د پیچ درې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۹ کسان د لرګیو د قاچاق په تړاو له یوې ډاټسن موټر سره یوځای نیولي دي. د ځنګلونو ساتنې قطعې قوماندان شمس‌الله سرحدي وایي، یاد کسان هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول چې په ناقانونه توګه یې د قاچاق په موخه د ځنګلي لرګي لېږدول.