د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ د عملیاتي کنډک ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۳ کسان، چې ۱۵۳۰ کیلوګرامه درمل یې په دوو عرادو موټرو کې په ناقانونه توګه له پاکستان څخه دغه ولایت ته راوړي وو
د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ د عملیاتي کنډک ځواکونو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۳ کسان، چې ۱۵۳۰ کیلوګرامه درمل یې په دوو عرادو موټرو کې په ناقانونه توګه له پاکستان څخه دغه ولایت ته راوړي وو، د درملو د قاچاق په تړاو ونیول. همداراز، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په دوو جلا اقداماتو کې، ۲ کسان د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د غلا په تړاو او ۲ نور کسان د فراه ولایت په مرکز کې د یو میل M4 وسلې او یو دوربین سره د ناقانونه وسلې د لېږد په تړاو ونیول.