د سویل ختیځ زون د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۴۳۶ تنه فارغ شول
د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو ۴۳۶ تنه امنیتي منسوبین د یوې میاشتنې عقیدتي، اساسي او مسلکي روزنیزې دورې تر بشپړولو وروسته، د سوېل ختیځ زون د شرطې له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
په دې مراسمو کې د شرطې د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان الحاج پاسوال قاري روحالله عبیده «پیلوت» او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو هم ګډون کړی و.
د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان په خپله وینا کې فارغانو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې زده کړې په عملي ډګر کې ثابتې کړي، له ورکړل شویو اصولو او لارښوونو پیروي وکړي او له خپلو زده کړو څخه د اغېزمن خدمت په برخه کې ګټه واخلي.
په پای کې فارغانو ته د فراغت تصدیقپاڼې ووېشل شوې او مراسم د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.