د کابل په صنعتي پارکونو کې د اوروژنې دوه پوړیزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۷
wertwt

د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت اړوند د تعمیراتو لوی ریاست له لوري د کابل د ده‌سبز په صنعتي پارکونو کې د اوروژنې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ د یوه کال په موده کې د کورنیو چارو وزارت د پراختیايي بودیجې په مرسته، د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په صنعتي پارکونو کې د اورلګېدنې پېښې پر وخت مهار او د اور له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو کچه راکمه شي.