د تابلېت کا نشه یي ګولیو جوړولو یوه کارخونه په ننګرهار کې کشف او لمنځه یووړل شوه
د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې شرطې، د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د یادو نشه یي ګولیو یوه کارخونه د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې کشف کړه.
د کور د تلاشۍ پر مهال، چې د نشه یي ګولیو د تولید لپاره ترې ګټه پورته کېده، ۱۵۱۱۰ دانې تابلېت کا، ۴ کیلو ګرامه د نشه یي ګولیو خام مواد، ۳۲۰ ګرامه نشه یي مواد ( شیشه)، ۴۰۰ ګرامه چرس، ۲۵۰۰ لیټره کیمیاوي مایع مواد او د تابلېتو د جوړولو قالبونه کشف او ترلاسه شوي دي.
د کور د تلاشۍ پرمهال د کور څېښتن په کور کې نه وو خو د نیولو هڅې یې روانې دي.