د لغمان او ننګرهار په ولسوالیو کې د دوو جوماتونو د پرانیستې مراسم ترسره شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۴۵
hgffg

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی ریاست له لوري، د لغمان د بادپښ او د ننګرهار د لعل‌پورې ولسوالیو د امنیې قوماندانۍ په قرارګاوو کې د دوو جوماتونو د پرانیستې مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ننګرهار د ۱۰۲ الخندق حمایوي کنډک قوماندان مولوي حبیب‌جان «عمر حقاني» او د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست مرستیال مولوي عبدالقادر «خالد» ګډون او ویناوې وکړې. ویناوالو د جوماتونو د درناوي او آبادۍ پر ارزښت، د پنځه وخته لمونځونو پر ادا کولو او د قرآن کریم پر تلاوت او لوستلو ټینګار وکړ.

مراسم د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېدل.