تصحیح نشر اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه امور ترمیمات بخش میخانیک و ترمیم جنراتور ها مربوط ریاست حفظ و مراقبت

moi-af

Publish Date

Closing Date

مخکې د (۲۹/۵/۱۴۰۵) نېټې په ورځ د متذکرې پروژې د قرارداد د اعطا د پرېکړې خبرتیا، د ملي تدارکاتو ریاست د (۲۰۵۸۰) ګڼې، مؤرخې (۲۷/۱۲/۱۱۴۷) متحدالمال له مخې ، د وحید فهیم کابل لمیټډ شرکت د بریالي کېدو په اړه، چې د (۰۱۰۱-۱۹۶۳۵) جواز شمېره لري او د کابل مرکز، د دوهمې ناحیې، د دهن باغ زنانه د لومړي سړک په موقعیت کې واقع دی، د مجموعی قیمت (۷,۰۲۶,۷۵۰) افغانیو په ارزښت خپره شوې وه.
په یاده خبرتیا کې لیکل شوي وو چې حقیقي او حکمي اشخاص، که په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دریو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست د مشورتي او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو آمریت ته، چې د هوايي ډګر نړیوال میدان د اتیا متره سړک په موقعیت کې واقع دی، وړاندې کړي.
یاده موده سهواً د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دریو کاري ورځو پورې درج شوې وه، په داسې حال کې چې د اعتراض قانوني موده د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې ده.
د پورته یاد شوي اعلان د اعتبار موده په دې توګه تصحیح شوه او د (29/5/1405) نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د اعتبار وړ ده. دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده؛ تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او د قرارداد اړوند راتلونکي مراحل طی مراحل نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.         والسلام

 

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت د مقام د اداري تعمیر د بیارغونې د چارو پروژه

پدې توګه د ملي تدارکاتو ریاست 20580 ګڼې27/12/1447نېټې متحدالمال پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د پکتیا ولایت د مقام د اداري تعمیر د بیارغونې د چارو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۳۹
Background image

یوه قلمه نظامی لباس پنځه لات د باالتقسیط قرارداد

پدې توګه د تدارکاتو ملی ریاست د 20580 شمیره متحدالمال او د کورنیو چارو وزارت د 010 شمیره امریه د (12) بند پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، چې د کورنیو چارو وزارت په نظرکی لري . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۱:۵۰
Background image

د ښونی او روزنی لویه قوماندانی د اړتیا وړ د 1405 مالي کال لپاره د (25) قلمه طباعتی وسایل د تدارک او چمتو کولو پروژه

پدی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، د کورنیو چارو وزرات په پام کې لری چې د . . .

Back to tenders