تصحیح نشر اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد پروژه امور ترمیمات بخش میخانیک و ترمیم جنراتور ها مربوط ریاست حفظ و مراقبت

moi-af

Publish Date

Closing Date

مخکې د (۲۹/۵/۱۴۰۵) نېټې په ورځ د متذکرې پروژې د قرارداد د اعطا د پرېکړې خبرتیا، د ملي تدارکاتو ریاست د (۲۰۵۸۰) ګڼې، مؤرخې (۲۷/۱۲/۱۱۴۷) متحدالمال له مخې ، د وحید فهیم کابل لمیټډ شرکت د بریالي کېدو په اړه، چې د (۰۱۰۱-۱۹۶۳۵) جواز شمېره لري او د کابل مرکز، د دوهمې ناحیې، د دهن باغ زنانه د لومړي سړک په موقعیت کې واقع دی، د مجموعی قیمت (۷,۰۲۶,۷۵۰) افغانیو په ارزښت خپره شوې وه.
په یاده خبرتیا کې لیکل شوي وو چې حقیقي او حکمي اشخاص، که په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دریو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست د مشورتي او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو آمریت ته، چې د هوايي ډګر نړیوال میدان د اتیا متره سړک په موقعیت کې واقع دی، وړاندې کړي.
یاده موده سهواً د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر دریو کاري ورځو پورې درج شوې وه، په داسې حال کې چې د اعتراض قانوني موده د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې ده.
د پورته یاد شوي اعلان د اعتبار موده په دې توګه تصحیح شوه او د (29/5/1405) نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې د اعتبار وړ ده. دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده؛ تر هغه پورې چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او د قرارداد اړوند راتلونکي مراحل طی مراحل نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.         والسلام

 

More tenders

Wed, Jul 30 2025 10:07 AM
Background image

د فراه ولایت خاص قطعی د اړتیا وړ د څښلو  اوبو دیوې حلقې څاه  دکیندلو چارو پروژې

پدې توګه  د کورنیو چاور وزارت محترم مقام 003  شماره امریه د 8 فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د فراه ولایت خاص قطعی د اړتیا وړ د څښلو  اوبو . . .

Mon, Jun 28 2021 12:00 PM
Background image

ساختمان تعمیر جدید الاحداث یک منزله ضرورت پولیس سرحدی میدان هوای ولایت کندز

شماره دعوت به داوطلبی :   MOI-99-F-0037

 

وزارت امور داخله از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت مینماید تا در پروسه داوطلبی پروژه متذکره اشتراک نموده و نقل چاپ شده  شرطنامه مربوطه را از . . .

Back to tenders