غور کې یو حرفوي غل له اوو غلا کړو موټرسایکلونو سره ونیول شو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۸
adsfasf

د غور ولایت د څلورمې امنیتي حوزې د شرطې ځواکونو د مرکز فیروز کوه ښار په مربوطاتو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې یو حرفوي غل نیولی دی.

له یاد غل سره اووه ورک شوي موټر سایلکونه هم نیول شوي چې د اسنادو له کتلو وروسته یې بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوي دي.

نیول شوي کس د امنیتي منسوبینو تر څارنې لاندی دی چې د نسبتي دوسیې له څېړلو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.