ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني حل شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۳۰
asdfasf

ننګرهار کې د بهسود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند د دعوت او ارشاد مشورتي شورا، دیني عالمانو او قومي مخورو د پرله‌پسې او سوله‌ییزو منځګړیتوبونو په پایله کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۴۰ کلنه دښمني چې ۹ تنه پکې وژل شوي وو، حل او دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه. دواړو لورو د ورورولۍ په فضا کې یو بل ته غېږ پرانېسته او د تلپاتې سولې ژمنه یې وکړه. ورته مهال، د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مشرتابه د دغې روغې جوړې د ټولو منځګړو او مشرانو نه ستړې کېدونکې هڅې چې د ټولنیزو شخړو د حل او وینې تویېدو د مخنیوي په لاره کې یې کړې دي، وستایلې.