د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله عبید په خپل کاري دفتر کې د یوناما د مرکزي زون له مشرې مېرمن ټابیتا بوګوا او د هغې له ملګري پلاوي سره وکتل

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۳۶
asdfasf

​په دې کتنه کې د کابل والي د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د شته ستونزو، اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، د یوناما، سکتوري ریاستونو او ولایتي ادارې ترمنځ اغېزمنه همکاري او همغږي اړینه ده، ترڅو هېوادوالو ته خدمات په عادلانه، اغېزمن او روښانه (شفاف) ډول وړاندې شي.
​وروسته بیا د یوناما د مرکزي زون مشرې مېرمن ټابیتا بوګوا د کابل ولایت د مقام له همکاریو مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې کابل ولایت د یوناما له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
​نوموړې ډاډ ورکړ چې یوناما به د خلکو د حقیقي اړتیاوو پر بنسټ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، د ولایت د مقام او د کابل د اوسېدونکو غوښتنې او اړتیاوې به د دې بنسټ له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړي او د روڼتیا (شفافیت) اصل او له مستحقو کسانو څخه ملاتړ به د خپلو فعالیتونو اصلي چورلیز وګرځوي.