په لغمان ولایت کې ۴۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
dsff

دغه دښمني د دوو کورنیو تر منځ د لغمان ولایت په مرکز ګلارام سیمه کې، د محلي مسوولینو، مشرانو او سپینږیرو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه. 
د لغمان ولایت د قومونو او قبایلو د روغې جوړې امریت د جرګو لوی مدیر مولوي راز محمد سعادت، وویل چې دا دښمني ۴۰ کاله وړاندې د ماشومانو د جنګ له کبله رامنځ ته شوې وه چې پکې د اړونده کورنیو یو تن وژل شوی وو.
د دواړو کورنیو غړو له دې سولې نه هرکلی کړی او پدې چې دا د کلونو دښمني چې د مشرانو، سپینږیرو او مخورو په منځګړیتوب په دوستي بدله شوې ده پرې خوشحاله دي