د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو لس کلنه دښمني پای ته ورسېده

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۳۸
asdfa

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د ولسوال مولوي غلام محمد جراح د هڅو او د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ، د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمنۍ په سوله ییز ډول پای ته ورسېده.
د هغې غونډې په لړ کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، دواړو غاړو یو بل ته بښنه وکړه، یو بل ته یې د ورورګلوۍ لاسونه ورکړل او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به خپلې اختلافونه د اسلامي شریعت، متقابل درناوي او خبرو اترو له لارې حل او فصل کوي.
د لغمان ولایت د علینګار ولسوال، مولوي غلام محمد جراح د سولې، یووالي او ورورولۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مسلمانانو ترمنځ د سولې او پخلاینې رامنځته کول یو لوی اسلامي مسوولیت دی چې د ټولنې د ثبات، امنیت او پرمختګ په ټینګښت کې مهم رول لوبوي.