د هیواد په اوو ولایتونو کې ۵۵ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارولو او د قاچاق په تړاو نیول شوي
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو د څو بېلابېلو عملیاتو په مهال په ننګرهار، کندهار، کندز، پروان، کونړ، سمنګان او پنجشیر ولایتونو کې ۵۵ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو، کارونې او د قاچاق په تړاو نیولي دي، چې له لومړنیو څیړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
له نیول شوو کسانو څخه ۵ کیلو ګرامه تریاک، څه باندې یو کیلو چرس، څه باندې څلور لیټره الکول، یوه اندازه هیروئین او شیشه او تر ۱۰۰۰ زرو زیاته اندازه نشه يي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.