په جوزجان کې د اورلګېدنې یوه پېښه مهار او د ۲۰ میلیونه افغانیو مالي زیان مخنیوی وشو
د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د اطفایې منسوبینو د خپل مسلکي او پر وخت اقدام په پایله کې، د برښنا د شارټۍ له امله د اورلګېدنې یوه لویه پېښه چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په یوه ځمکني پوړ کې رامنځته شوې وه، مهار کړه او د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو د مالي زیان مخنیوی یې وکړ.
دا پېښه ځاني تلفات نه لري، خو د مالونو مالک ته یې د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت مالي زیان اړولی دی.