لسګونه تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۱۵
dfaf

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۶۸ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي. یاد کسان په ننګرهار، جوزجان، بلخ، کندهار، لغمان، غزني، پکتیا، پروان، کاپیسا او سمنګان ولایتونو کې نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. همداراز، له نیول شویو کسانو څخه نږدې ۲۰۰۰ دانې نشه‌يي ګولۍ او یو اندازه تریاک، شیشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.