په درېیو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو یو شمېر مواد او د الکولي مشروباتو دوه کارخانې کشف او ضبط شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۷
ASDasd

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د خپلو جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې په کابل ولایت کې ۶۶۳۶ د نشه‌يي تابلیتونو ګولۍ، او په کندهار ولایت کې  له ۲۲ کیلوګرامو چرسو سره یوځای له ۳۰۰۰ څخه زیات نشه‌یي ټابلیټونه نیولي او همداراز یې په غزني ولایت کې د یو پلټونکي عملیات په ترڅ کې د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخانې کشف او ضبط کړې دي.

د یادو قضیو په تړاو ۹ تنه نیول شوي چې د دوسیو تر ترتیب وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.