په خوست ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني د ځایي مسؤولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوه
دغه دښمني چې ۱۳ کاله وړاندې د خوست ولایت مرکز د «ډاب» په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه او له امله یې درې تنه ټپیان شوي وو، د ځایي مسؤلینو د هڅو او د قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوه.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال مولوي محبوب شاه قانت وویل چې د قبایلو ترمنځ د یووالي رامنځته کول او د شخړو له منځه وړل د اسلامي امارت پالیسي ده. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د شخړو په حل کې رغنده رول ولوبوي او په دې برخه کې لازمې هڅې وکړي.
په پای کې د دواړو کورنیو غړو له دې پرېکړې بشپړ رضایت څرګند کړ او یو بل یې په غېږ کې ونیول.