بغلان کې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې کشف او ونیول شوې

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۵
xzx

د بغلان ولایت پولیسو د دې ولایت د پنځلسو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ترسره شوو کشفي او تصفیوي عملیاتو پر مهال د سپکو او درنو وسلو او بېلابېلو مهماتو زیاته اندازه کشف او ضبط کړې ده.

مولوی محمد نسیم ذوالفقار د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیر وایي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو ځواکونو ۸۶ میله بېلابېلې وسلې ترلاسه کړې دي، چې پکې ۱۵ میله کلاشینکوفونه، ۶۲ میله توپنچې، ۲ میله پیکا او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.
همداراز د پام وړ اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم کشف شوي دي، چې پکې ۱۷۰۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۵۵۹ فیره د پیکا مرمۍ، ۱۳۷ فیره د دهشکې مرمۍ، ۱۱۶ فیره د بریټا مرمۍ او نور مهمات او تجهیزات شامل دي.
د بغلان پولیس ټینګار کوي چې د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره به کشفي او تصفیوي عملیات دوام ولري او هېچا ته به د امنیت د ګډوډولو اجازه ور نه کړي.