د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو منسوبینو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۴۴ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په فراه، پروان، نیمروز، هلمند، جوزجان، پکتیا، بلخ، غزني، لغمان، کندز، کاپیسا او خوست ولایتونو کې نیولي دي.
د نیول شویو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه تریاک، شپږ کیلوګرامه چرس، له ۹ کیلوګرامو څخه زیاته شیشه، ۲ زره او ۱۷۱ د نشه يي ټابلیټونو ګولۍ او نور نشهیي توکي هم ترلاسه شوي دي.