د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت یو پلاوی اندونیزیا ته لاړ

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۶
asdfas

​د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر د رئیس مولوي حسیب الله احمدي په مشرۍ یو اته کسیز پلاوی، چې پکې د یاد معینیت یو شمېر رئیسان او د عامې روغتیا وزارت مسؤلین شامل دي، د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته په رسمي سفر روان شو.

​دا پلاوی په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) په رسمي بلنه او د جاپان هېواد په مالي همکارۍ، په هغه ناسته کې د ګډون په موخه سفر کوي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ګډو هڅو په هدف جوړه شوې ده.