پروان ولایت رهبرۍ او د کورنیو چارو وزارت عامه اړیکو لوی ریاست اړوند د ولسي پولیسو او مشورتي شوراګانو کړنې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځلې

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۴۶
adsfasf

هغه غونډه چې د یاد ولایت والي، کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس، د پروان امنیه قومندان، عامه اړیکو لوی ریاست مرستیال، ولسي پولیسو او ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز رییس او نورو مشرانو او مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، د پروان ولایت ولسي پولیس او اړونده شوراګانو استازي پکې وستایل شول.
د عامه اړیکو لوی رییس الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده د غونډې ویناوال وو او د ولسي پولیسو پر کړنو د رڼا اچولو تر څنګ یې په اسلامي نظام کې د رسنیو په ونډه د غونډې له ګډونوالو سره ارزښناک معلومات شریک کړل.
د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري بیا په خپلو خبرو کې په اسلامي نظام کې د خدمت کولو پر اهمیت رڼا واچوله او د ولس خدمت یې ویاړ نه بلکه مسوولیت وباله.
د پروان امنیه قومندان قاري محمد جاوید ضیاالرحمن بیا په خپلو ویناوو کې، د پروان ولایت پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او د پولیسو او ولسونو تر منځ یې د ولسي پولیسو او شوراګانو کړنې او فعالیتونه وستایل.
وروسته د ولسي پولیسو او شوراګانو استازو هم خپل کاري ریپوټونه د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او خپل وړاندیزونه او غوښتنې یې مسوولینو ته ور واورولې.
د پروان ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالولي عابد قاري زاده بیا د ولس د خدمت لپاره د پولیسو او امنیتي ځواکونو هڅې د قدر وړ وبللې او دوی یې د وطن ریښتیني بچیان یاد کړل.
د پرتمینې غونډې په پای کې، د پروان ولایت رهبرۍ له لوري د ولسي پولیسو او شوراګانو استازي د ستاینلیکونو او ډالیو په وېشلو سره ونازول شول.