سلګونه کیلو ګرامه سوډا او اومان په فراه او نیمروز ولایتونو کې کشف او ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۲:۱۹
asdfasdf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا جلا عملیاتو په لړ کې، ۸۴۵ کیلو ګرامه اومان د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ او ۵۲۰ کیلو ګرامه سوډا د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کشف او تر لاسه کړل.
د ویلو وړ ده چې، اومان او سوډا هغه توکي دي چې د نشه یي توکو په تولید او جوړولو کې ترې ګټه پورته کیږي.