کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او ورسره مل پلاوي یې د کندز ولایت له مسوولینو او مجاهدینو سره وکتل

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۵۳
fasdf

 سترپاسوال الحاج ملا محمد ابراهیم صدر چې د لومړي معاونیت، نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت، اداري معینیت استازو او یو شمېر نورو لویو رییسانو له خوا یې ملتیا کېدله د خپل سفر په لړ کې، د کندز ولایت له والي، مرستیال والي، امنیه قومندان، د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان او یو شمېر نورو مسوولینو، منسوبینو، علمای کرامو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې ښاغلي صدر د اشغال په وخت کې د کندز ولایت مجاهدینو او ولسونو له مجاهدت او قربانیو  څخه مننه وکړه وویل: د اسلامي امارت کامیابي د مجاهدینو او مسوولینو پاک نیتونه، د اوامرو اطاعت، د علماوو سره ښې اړيکې او د ولسونو د اعتماد او باور نتیجه ده. امنیتي معین د ټولو امنیتي ادارو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او له مسوولینو او مجاهدینو یې وغوښتل چې په رسمي وخت کې له یونیفورم څخه ګټه پورته کړي او په ځانګړي شوي وخت خپلو دندو ته حاضر وي. د ویلو وړ ده چې، ستر امنیت معین او ورسره مل پلاوي یې د تخار او بدخشان ولایتونو څخه هم لیدنه وکړه.