الحاج مولوي عبدالحکیم همت آخندزاده، د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس او ملپاسوال مفتي عبدالمتین قانع، د یاد وزارت ویاند، د مشرتابه په استازیتوب د ډاکتر عبدالله عبدالله کور ته د هغه د خور د وفات له امله د تسلیت او خواخوږۍ لپاره ورغلي وو.
په دې لیدنه کې مفتي عبدالمتین قانع د کورنیو چارو وزیر، الحاج خلیفه سراجالدین حقاني د تسلیت پیغام ډاکتر عبدالله ته ولوست او د وزارت د مشرتابه خواخوږي او غمشریکي یې ورسره شریکه کړه.
په پای کې ډاکټر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ له غمشریکۍ مننه وکړه.