د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ ۴۷ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۴
sadfa

هغه غونډه چې په همدې موخه د یاد ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت او نورو علماوو، قومي مشرانو او سپینږیرو په ګډون جوړه شوې وه، د دوو کونیو تر منځ ۴۷ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه.
ښاغلي قانت په خپلو خبرو کې، ناسم دودونه د دوښمنیو لامل یاد کړ او د دوښمنیو په حل و فصل کولو کې یې د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
په پای کې دواړو کورنیو هم د اسلامي امارت له هڅو قدرداني وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې وروسته له دې به د هیڅ ډول انتقام اخیستلو لپاره اقدام نکوي او د ورور ولۍ ژوند به پر مخ وړي.