ننګرهار کې د زرګونو نشه‌یي ټابلیټونو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۳۷
asdafa

د ننګرهار نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیې کې د یو کشفي عملیات پایله کې یو تن د ۱۰ زره او ۷۵۰ نشه‌يي ټابلیټونو د قاچاق په تړاو نیولی دی.

همداراز، د یاد ولایت نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د غني‌خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نشه‌یي ټابلیټونو د پروسس یو کارخونه له ۷ زره او ۲۰۰ نشه‌یي ټابلیټونو، ۱۲ کیلو‌ګرامو د نشه‌یي ګولیو خامو توکو  او د پروسس له یو ماشین سره موندلې او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.