هرات کې سلګونه روږدي له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د هرات امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو ۳۰۰ تنه چې په بېلابېلو نشو روږدي وو او پخوا یې له هرات ښار او ولسوالیو راټول کړي وو د یاد ولایت د روږدو د درملنې په ځانګړي روغتیايي مرکز کې له څو میاشتني بستر او بشپړې درملنې وروسته د یوې کمېټې په وسیله خپلو کورنیو ته وسپارل.