اروزګان کې د وسلو یوه لویه زېرمه کشف او دوه تنه نیول شوي

د اروزګان ولایت د امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د مرکز ترینکوټ ښار اړوند د تالاني په سیمه کې د کشفي معلوماتو وروسته د تېرې ادارې د یو چارواکي پر کور عملیات کړي، چې په عملیاتو کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه ترلاسه شوې ده.
په نیول شوو وسلو او مهماتو کې شپږ میله کلاشنکوفونه، یو میل دهشکه، سلګونه لاسي بمونه، زرګونه د راکټ، پیکا، دهشکې او کلاشنکوف مرمۍ او یو شمېر نور نظامي توکي او تجهیزات شامل دي.
په دې تړاو دوه تنه نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.