اوو ولایتونو کې پولیسو ۳۲ تنه د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو نیولي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۶ - ۱۱:۲۳
یسشبیبش

د کورنیو چارو وزارت نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په لړ کې په هرات، خوست، کندوز، میدان وردګ، بلخ او هلمند ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو ۳۲ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

پولیسو له نیول شوو کسانو نهه کیلو ګرامه تریاک، یو کیلو ګرام شیشه، نهه بوتله شراب او ۸۰۱ دانې نشه‌یي ټابلیټونه هم ترلاسه کړي دي.