خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي او حقوقي اشخاصو ته چې بېلابېل سوداګريز توکي او اجناس یې د اسلامي امارت له بریا وړاندې موده کې د بېلابېلو عواملو له کبله د هېواد په ګمرکونو او اړونده امارتي ادارو کې پاتې دي، خبر ورکول کېږي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تر رهبرۍ لاندې له اړونده ګمرکونو سره په همغږۍ د وسایطو او اجناسو د تسليمۍ کمیسیون اړونده توکي خپلو اصلي مالکانو ته سپاري. په دې توګه د یادو مالونو د اصلي مالکانو څخه غوښتنه کېږي چې د خپلو مالونو د ترلاسه کولو لپاره دې په لاندې شرایطو او ادرس ژر تر ژره مراجعه وکړي. ۱ - د توکو د مالکیت اسناد ۲- د سوداګرۍ جواز او یا نور اړوند اسناد ۳- بل هر ډول اسناد چې مالکیت ثابتوي پته: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي معاونيت دفتر د اړیکې شمېره: ۰۷۹۰۰۷۳۸۶۳ برېښناليک: atalafghanzabli@gmail.com