خبرتیا!

moi-af
sadSAD

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي او حقوقي اشخاصو ته چې بېلابېل سوداګريز توکي او اجناس یې د اسلامي امارت له بریا وړاندې موده کې د بېلابېلو عواملو له کبله د هېواد په ګمرکونو او اړونده امارتي ادارو کې پاتې دي، خبر ورکول کېږي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت تر رهبرۍ لاندې له اړونده ګمرکونو سره په همغږۍ د وسایطو او اجناسو د تسليمۍ کمیسیون اړونده توکي خپلو اصلي مالکانو ته سپاري. په دې توګه د یادو مالونو د اصلي مالکانو څخه غوښتنه کېږي چې د خپلو مالونو د ترلاسه کولو لپاره دې په لاندې شرایطو او ادرس ژر تر ژره مراجعه وکړي.  ۱ - د توکو د مالکیت اسناد ۲- د سوداګرۍ جواز او یا نور اړوند اسناد ۳- بل هر ډول اسناد چې مالکیت ثابتوي  پته: د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ملکي معاونيت دفتر  د اړیکې شمېره: ۰۷۹۰۰۷۳۸۶۳ برېښناليک:  atalafghanzabli@gmail.com

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements