امنیتي ځواکونو؛ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۲۳ تنه ونیول

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په پنځو ولایتونو کې د غلاوو، زور واکۍ، د قیمتي ډبرو قاچاق او انساني قاچاق په تړاو ۲۳ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له منځه یې، ۱۱ تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، دوه حرفوي غله او درې تنه د مجاهدینو له نوم څخه په استفادې د زور واکۍ په تړاو په هرات، درې غله په خوست، دوه تنه په پروان او دوه نور د قیمتي ډبرو د قاچاق په تړاو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.