۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۸ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول moi-af یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۹:۵۴ https://moi.gov.af/ps/%DB%B4-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90%D8%9B-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%DB%B1%DB%B8-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D9%86%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84 د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو ۱۸ شکمن کسان د غلا، دوکې او نورو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، سمنګان، سرپل او فاریاب کې نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. له ډلې یې، اووه شکمن کسان په بېلابېلو جنایي جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو په نیمروز، شپږ تنه د نغدو پیسو او مبایلونو د غلا په تړاو په سمنګان، درې تنه له یو دکان څخه د اجناسو د غلا په تړاو په سرپل او دوه تنه د ۲۶۰ زره افغانیو په ارزښت د دوکې په تړاو د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.